کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان د مرکز کوټې د پولیسو مشر عمران شوکت ویلي چې د ښار په تاڼو کې یې د خلکو د شکایتونو او له پولیسو سره د هغوی د خبرو د ثبتولو لپاره نوی نظام لګولی دی.
عمران شوکت د نومبر په پنځمه یوې خبري غونډې ته وویل چې د دې نظام له لارې به د شکایت ثبتولو پر مهال د خلکو او پولیسو ترمنځ خبرې ثبتېږي، څو د شکایتونو د څېړلو او د پولیسو د چلند د ارزولو لپاره ریکارډ موجود وي.
د هغه په وینا، د دې ګام موخه دا ده چې خلکو ته د شکایتونو په ثبتولو کې اسانتیاوې برابرې شي او د پولیسو د کار څارنه ښه شي. د کوټې د پولیسو مشر ومنله چې په تېرو میاشتو کې د امنیتي ګواښونو له امله خلکو د تلاشۍ، امنیتي پوستو او نورو محدودیتونو پر مهال له ستونزو سره مخ شوي دي.
هغه وویل چې پولیس د فرنټیر کور (ایف سي) او استخباراتي ادارو په همکارۍ د ښار د امنیت د ښه کولو لپاره کار کوي. عمران شوکت زیاته کړه چې پولیس د مشکوکو کسانو د پېژندلو او د جرمونو د پلټنو لپاره د سي سي ټي وي امنیتي کمرو ویډیوګانې هم کاروي.
نوموړي وویل چې د بانکونو د امنیت لپاره یو نوی اپلېکېشن هم جوړ شوی چې له لارې یې د مشکوکو فعالیتونو په اړه معلومات له اړوندو ادارو سره شریکېدای شي. خو د پولیسو مشر دا نه دي ویلي چې د غږ ثبتولو نوی نظام د کوټې په ټولو تاڼو کې فعال شوی او که یوازې په ځینو کې.
دا هم نه ده څرګنده چې ثبت شوې خبرې به تر څومره وخته ساتل کېږي، څوک به ورته لاسرسی لري او د خلکو د شخصي معلوماتو د خوندي کولو لپاره کوم تدابیر نیول شوي دي.
د کوټې د پولیسو د مشر دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې چې د ښار اوسېدونکي د امنیتي پوستو، تلاشۍ او د پولیسو له چلند سره د تړلو ستونزو په اړه شکایتونه لري.


نعيم اچکزئي