سوات (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د سوات پوهنتون او د سریلانکا د ناګانندا په نوم یوې علمي ادارې د ګندهارا تمدن د تاریخي اثارو د څېړنې، ساتنې او د دواړو ادارو ترمنځ د علمي اړیکو د پراخولو لپاره د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک کړی دی.

 

د پاکستان سرکاري خبري اژانس اې پي پي د راپور له مخې، دغه تفاهم لیک د نومبر په پنځمه لاسلیک شوی چې له مخې به یې دواړه ادارې د لرغونپوهنې، بودايي تاریخ او فرهنګي میراث په اړه ګډې څېړنې کوي.

 

د تړون د لاسلیک په مراسمو کې د سوات پوهنتون رجسټرار ډاکټر ارشد علي خان او د سریلانکا د ناګانندا ادارې استازي پروفېسر پي ډي منډاوالا د خپلو ادارو په استازیتوب ګډون کړی و.

 

په دغو مراسمو کې په پاکستان کې د سریلانکا عالي کمېشنر فریډ سېنېویراتنې او د سوات پوهنتون وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر حسن الامین هم موجود وو.

 

د سوات پوهنتون وائس چانسلر وویل چې سوات د ګندهارا تمدن له مهمو تاریخي مرکزونو څخه دی او په دې سیمه کې موجود لرغوني اثار د جنوبي او منځنۍ اسیا د تاریخ د څېړنې لپاره ځانګړی اهمیت لري.

 

هغه وویل، د دواړو ادارو ترمنځ همکاري باید یوازې د تفاهم لیک تر لاسلیک پورې محدوده پاتې نه شي، بلکې د محصلینو او استادانو تبادلې، ګډو څېړنو، علمي غونډو او د تاریخي اثارو د ساتنې عملي پروژو ته هم وغځول شي.

 

نوموړي زیاته کړه چې د لرغونپوهنې او بودايي تاریخ ترڅنګ د چاپېریال ساتنې، فرهنګي سیاحت او د تاریخي ځایونو د خوندي کولو په برخو کې هم ګډ کار کېدای شي.

 

د سوات پوهنتون رجسټرار ډاکټر ارشد علي خان د سیمې د تاریخي ارزښت په اړه وویل چې سوات په لرغونې زمانه کې د اډیانه په نوم پېژندل کېده او د بودايي مذهب له مهمو مرکزونو څخه و.

 

د هغه په وینا، په سوات کې د بودايي دورې ګڼ تاریخي اثار موجود دي چې په هغو کې د بټکړې لرغونی ځای، د سیدو شریف سټوپه، د جهان اباد د بودا مجسمه، بریکوټ او نیموګرام شامل دي.

 

دغه اثار د ګندهارا د هنر، مذهبي ژوند او د سیمې د لرغوني تاریخ په اړه مهم معلومات وړاندې کوي. په پاکستان کې د سریلانکا عالي کمېشنر فریډ سېنېویراتنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او فرهنګي اړیکو د پراخېدو هرکلی وکړ.

 

هغه وویل چې د تاریخي میراث ساتنه او د څېړونکو او سیلانیانو لپاره د مناسبو اسانتیاوو برابرول د ګډې همکارۍ مهمې برخې دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت تر دې وړاندې ویلي وو چې د سریلانکا یو علمي او فرهنګي پلاوی به د خپل سفر پر مهال د ټکسلا، تخت بهايي، پېښور او سوات له تاریخي ځایونو څخه لیدنې وکړي.

 

ګندهارا د جنوبي اسیا له لرغونو تمدنونو څخه دی چې مرکزونه یې د اوسني خېبر پښتونخوا او شاوخوا سیمو کې وو. د دې تمدن بودايي اثار د سریلانکا په ګډون د نړۍ د بودايي ټولنو لپاره مذهبي او تاریخي ارزښت لري.

 

سوات د ګندهارا د تمدن له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي او په بېلابېلو سیمو کې یې د بودايي دورې خانقاوې، سټوپې، مجسمې او نور تاریخي اثار موندل شوي دي.

 

د سوات پوهنتون او د سریلانکا د ناګانندا ادارې ترمنځ د نوي تفاهم لیک موخه د همدې تاریخي میراث په اړه د ګډو څېړنو پراخول او د لرغونو اثارو د ساتنې په برخه کې علمي همکاري ده.