کرمه (شال نیوز) : د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي چې د خېبر پښتونخوا د کرمې ضلعې په شلوزان سیمه کې یې له افغانستان څخه د وسله والو د داخلېدو یوه هڅه شنډه کړې ده. دغو سرچینو دا ادعا هم کړې چې د پېښې پر مهال د پاکستاني او افغان طالبانو د سرحدي ځواکونو ترمنځ ډزې شوې دي.

 

د پاکستان دولتي راډیو او نورو رسنیو د امنیتي سرچینو په حواله ویلي چې د نومبر په پنځمه یوې وسله والې ډلې هڅه وکړه د شلوزان له لارې پاکستان ته داخله شي. پاکستاني سرچینو دغه کسان د تحریک طالبان پاکستان اړوند وسله وال بللي، خو د هغوی د پېژندنې او شمېر په اړه خپلواک معلومات نه دي ترلاسه شوي.

 

د سرچینو په وینا، پاکستاني ځواکونو د وسله والو د داخلېدو مخه ونیوله. دوی ادعا کوي چې له دې وروسته افغان طالبانو پر پاکستاني پوستو ډزې وکړې او پاکستاني ځواکونو په ځواب کې د درنو وسلو ډزې وکړې.

 

پاکستاني امنیتي سرچینو ویلي چې په ځوابي کارروایۍ کې د افغان طالبانو سرحدي پوستو ته دروند زیان رسېدلی دی. تر اوسه د افغان طالبانو د چارواکو دریځ نه دی ترلاسه شوی. د مرګ ژوبلې او دواړو خواوو ته د رسېدلي زیان په اړه خپلواک تایید هم نشته.

 

دا پېښه په داسې وخت کې راپور شوې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په وروستیو ورځو کې په څو سرحدي سیمو کې ډزې شوې دي. اسلام‌اباد پر افغان طالبانو تور لګوي چې د پاکستان مخالفو وسله والو ته یې پناه ورکړې، خو افغان طالبان دا تورونه ردوي.