مسکو (شال نیوز) : برېتانوي ورځپاڼې فایننشل ټایمز د روسیې د پوځي تولید د ځینو ناچاپ شوو اسنادو پر بنسټ راپور ورکړی چې مسکو له ایران سره د ۹۰ پرمختللو توغندیو لانچرونو د برابرولو موافقه کړې وه.
د ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه لانچرونه د روسیې د «ایل ایم یو ار» په نوم د دقیق هدف ویشتونکو توغندیو لپاره جوړ شوي چې پر پوځي هېليکاپټرو لګېږي. فایننشل ټایمز وايي، د ۲۰۲۴ کال د مې میاشتې یو سند ښيي چې د روسیې د وسلو جوړولو شرکت «ویمپل» د ایران لپاره د دغو وسایلو د برابرولو معامله کړې وه.
ورځپاڼې لیکلي چې دغه اسناد د اوکراین یوې خصوصي څېړنیزې ادارې «ډالاس انالیټیکس» ترلاسه کړي او له فایننشل ټایمز سره یې شریک کړي دي. په اسنادو کې د ایران نوم په ښکاره نه دی یاد شوی، بلکې پېرودونکی د «کې-۱۰» په رمزي نوم ثبت شوی دی.
د ورځپاڼې په وینا، د روسیې د وسلو د صادراتو دولتي ادارې «روسوبورون اېکسپورټ» په نورو اسنادو کې هم د ایران لپاره همدا نوم کارولی دی. د تولید په مهالوېش کې د روسیې د اوو کورنیو پېرودونکو ترڅنګ د دوو بهرنیو پېرودونکو یادونه شوې ده. د دغو معلوماتو له مخې، د چین لپاره ۱۹۲ او د ایران لپاره ۹۰ لانچرونه په پام کې نیول شوي وو.
د ۲۰۲۴ کال د مې میاشتې په یوه لیک کې ویمپل له بلې روسۍ دفاعي ادارې غوښتنه کړې وه چې د لانچرونو د جوړولو لپاره اړینې پرزې ژر برابرې کړي. شرکت ویلي وو چې د پرزو په رسولو کې ځنډ د نهو قراردادونو پر عملي کېدو اغېز کولای شي.
د راپور له مخې، د «اې پي یو-ایل» په نوم هر لانچر دوه توغندي لېږدولای شي او د روسیې د «ایم ایي-۲۸» جنګي هېليکاپټرو لپاره جوړ شوی دی. ایران تر دې مخکې هم له روسیې سره د همدې ډول جنګي هېليکاپټرو د پېرلو تړون کړی و.
د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې خپرو شوو انځورونو کې د تهران په یوه هوايي مرکز کې د «ایم ایي-۲۸» ډوله هېليکاپټر موجودیت ښودل شوی و. د «ایل ایم یو ار» توغندی، چې په روسیه کې د «ایزدېلیه ۳۰۵» په نوم هم پېژندل کېږي، د روسیې له هغو وسلو څخه دی چې په اوکراین کې یې کارولې دي.
د خپرو شوو تخنیکي معلوماتو له مخې، دغه توغندی تر شاوخوا ۱۴ کیلومترو پورې هدف ویشتلای شي. د توغندي د هدایت سیستم پیلوټ ته دا امکان ورکوي چې د الوتنې پر مهال هدف وڅاري او د اړتیا په صورت کې د توغندي لوری بدل کړي.
د روسیې او ایران ترمنځ د دغې معاملې خبر په داسې وخت کې خپرېږي چې دواړو هېوادونو په وروستیو کلونو کې پوځي اړیکې پراخې کړې دي. ایران روسیې ته د شاهد ډوله بېپیلوټه الوتکو په برابرولو کې مرسته کړې ده. روسي ځواکونو دغه الوتکې د اوکراین په جګړه کې کارولې دي.
مسکو هم له تهران سره د جنګي الوتکو، هوايي دفاع او نورو پوځي وسایلو په برخه کې همکاري کړې ده. فایننشل ټایمز تر دې مخکې په یوه بل راپور کې ویلي وو چې روسیې له ایران سره د پرمختللو هوايي دفاعي وسلو د برابرولو معامله هم کړې وه.
خو د لانچرونو په اړه ترلاسه شوي اسناد دا نه ثابتوي چې ټول ۹۰ وسایل ایران ته سپارل شوي دي. دا هم نه ده څرګنده چې له دغې معاملې سره سم څومره لانچرونه جوړ شوي او څومره ایران ته رسېدلي دي. تر اوسه د روسیې او ایران چارواکو د دغو لانچرونو د سپارلو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.


شال نیوز