بنو (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په بنو ضلعه کې د یوه ټیکه دار پر کور د لاسي بم په برید کې یوه ماشومه او یو ډرایور ژوبل شوي دي. د ځايي سرچینو په وینا، پېښه د نومبر پر پنځمه د شپې شاوخوا نهه بجې او پنځلس دقیقې د ټاون شپ پولیس تاڼې په حدودو کې د مټکي بېزن خېلو په سیمه کې شوې ده.
سرچینې وايي، پر موټرسایکل سپاره یوه ناپېژندلي کس د صابر خان د زوی، ټیکه دار ظاهر شاه، پر کور لاسي بم غورځولی چې د چاودنې له امله یوه ماشومه او د کور ډرایور ژوبل شوي دي.
د معلوماتو له مخې، بریدګر د لاسي بم له غورځولو وروسته تښتېدلی دی. سرچینې زیاتوي چې له چاودنې وروسته د کور د غړو له خوا د ډزو راپورونه هم ورکړل شوي، خو دا لا نه ده څرګنده چې ډزې پر چا شوې دي.
د پېښې له خبرېدو وروسته پولیس سیمې ته رسېدلي او دواړه ژوبل کسان د درملنې لپاره کې جي اېن روغتون ته لېږدول شوي دي. پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړې دي، خو تر اوسه د برید انګېزه نه ده څرګنده شوې. د برید مسوولیت هم تر اوسه چا نه دی منلی.


شال نیوز