کابل (شال نیوز) : د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېره یوه اوونۍ کې ۴۱۶ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد شوي او د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

 

دغه وزارت د نومبر پر پنځمه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ازاد شوي کسان د ننګرهار د کډوالو چارو په ریاست کې تر ثبتېدو وروسته د مرستندویه ادارو له خوا مرستې ترلاسه کړې او خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

 

وزارت نه دي ویلي چې دغه کسان د پاکستان په کومو زندانونو کې بندیان وو، څومره موده یې په بند کې تېره کړې او د نیول کېدو لاملونه یې څه وو.

 

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې په کابل کې د ریاست‌الوزراء د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه کړې ده.

 

د هغه په وینا، په غونډه کې د راستنېدونکو کډوالو د دایمي استوګنې، د ځمکو د وېش او د استوګنې لپاره د مناسبو ځایونو د برابرولو په اړه د شویو پرېکړو پر عملي کېدو خبرې شوې دي.

 

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې روانه ده. د ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو د شمېرو له مخې، له هغه وخت راهیسې له پاکستانه تر ۲.۷ میلیونو زیات افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي.

 

د ناروې د کډوالو شورا وايي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په تېرو پنځو کلونو کې له پاکستان او ایران څخه تر شپږ میلیونو زیات افغانان بېرته افغانستان ته تللي دي.

 

خو د طالبانو چارواکو په همدې موده کې د شاوخوا اتو میلیونو افغانانو د راستنېدو خبره کړې ده. د دغو شمېرو د توپیر یو لامل دا دی چې بېلابېلې ادارې د راستنېدونکو کسانو شمېر د بېلابېلو مودو او طریقو له مخې ثبتوي.

 

یو شمېر راستنو شویو افغان کډوالو په پاکستان کې د نیولو، بندي کولو او د امنیتي ځواکونو د ناوړه چلند شکایتونه کړي دي. دوی له نړیوالو ادارو غوښتي چې د افغان کډوالو د حقونو د خوندي کولو لپاره اقدامات وکړي.

 

پاکستاني چارواکي وايي، د بې اسناده بهرنیو وګړو د ایستلو لړۍ د هېواد د قوانینو له مخې ترسره کېږي. خو د کډوالو د حقونو مدافعې ادارې وايي، د افغان کډوالو د ستنولو پر مهال باید د هغوی خوندیتوب، بشري حقونه او د پناه غوښتنې حق خوندي وساتل شي.

 

افغانستان ته د میلیونونو کډوالو راستنېدو د استوګنې، کار، روغتیايي خدمتونو او زده کړو په برخو کې ستونزې زیاتې کړې دي. مرستندویه ادارې وايي، د راستنېدونکو کډوالو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره لا زیاتو نړیوالو مرستو ته اړتیا ده.