پېښور (شال نیوز) : د پېښور په حیات اباد سیمه کې ناپېژاندو وسله والو د نادرا چارواکی فهد خان په ډزو وژلی دی. پولیس وایي، پېښه د نومبر په شپږمه د نادرا دفتر په پارکینګ کې شوې ده. د پولیسو په وینا، وسله والو پر فهد خان ډزې کړې او هغه یې وژلی دی.

 

ځايي سرچینې وایي، وژل شوی فهد خان د قافور ډېري د شاروم خان زوی، د قومي اسمبلۍ د غړي نور عالم خان خوریی او د مترا تحصیل د پخواني چیئرمېن ارواښاد فریدالله خان وراره و.

 

د سرچینو په وینا، فهد خان په نادرا کې د ډپټي ډایرکټر په توګه دنده ترسره کوله. پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړې دي او د بریدګرو د پېژندلو لپاره د پارکینګ د امنیتي کمرو ثبت شوې ویډیوګانې ګوري.

 

د وژل شوي چارواکي مړی د پوسټ مارټم لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی. پولیس وایي، تر اوسه د برید لامل نه دی څرګند شوی او د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي.