قلعه عبدالله (شال نیوز) : د بلوچستان د قلعه عبدالله ضلعې په مېزۍ اډه کې د تنګ مسېزۍ د پېښې پر ضد د احتجاجي پرلت له ګډونوالو سره د صوبايي حکومت د پلاوي له خبرو وروسته تښتول شوی ځوان حیدر خان روغ رمټ راخوشې شوی، خو احتجاج کوونکو اعلان کړی چې د پاتې دوو غوښتنو تر منلو پورې به خپل پرلت ته دوام ورکوي.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاءالله لانګو په مشرۍ حکومتي پلاوي د نومبر د پنځمې په شپه یو ځل بیا د احتجاجي پرلت له کمېټۍ سره خبرې کړې دي. په پلاوي کې د صوبې د روغتیا وزیر بخت محمد کاکړ، د صوبايي اسمبلۍ غړي اسفندیار کاکړ او انجینر زمرک خان اڅکزی او د کورنیو چارو مرستیال بابر یوسفزی هم شامل وو.
د خبرو پر مهال حکومتي پلاوي احتجاج کوونکو ته ډاډ ورکړی چې د هغوی د غوښتنو د عملي کولو لپاره اړوندو چارواکو ته لارښوونې شوې دي. د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاءالله لانګو ویلي چې اووه ورځې وړاندې د تنګ مسېزۍ په سیمه کې د وسله وال برید پر مهال تښتول شوی حیدر خان د انتظامیې، صوبايي حکومت او امنیتي ځواکونو په ګډو هڅو راخوشې شوی دی.
هغه ویلي چې د خلکو د سر او مال ساتنه د حکومت لومړیتوب دی او د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي د دې پېښې او ورپسې د رامنځته شوي وضعیت څارنه کوله. لانګو زیاته کړې چې احتجاج د خلکو جمهوري حق دی او حکومت د پرلت د کمېټۍ غوښتنې په جدي توګه څېړي.
د بلوچستان د روغتیا وزیر بخت محمد کاکړ هم د پرلت ګډونوالو ته وینا کړې او ویلي یې دي چې د وسله والو بریدونو د مخنیوي لپاره د سیاسي ګوندونو، ولس او امنیتي ادارو ترمنځ ګډې هڅې ضروري دي.
بلخوا، د احتجاجي پرلت کمېټۍ د حیدر خان د راخوشې کېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د صوبايي وزیرانو، د عوامي نېشنل ګوند د پارلماني مشر انجینر زمرک خان اڅکزي او مفتي غلام حیدر په هڅو د هغه خوشې کېدل ممکن شوي دي. کمېټۍ د صوبايي حکومت او هغو کسانو مننه کړې چې د تښتول شوي ځوان د راخوشې کولو لپاره یې هڅې کړې دي.
خو د پرلت مشرانو ویلي چې د دوی له دریو غوښتنو یوازې یوه منل شوې او تر څو چې پاتې دوه غوښتنې نه وي منل شوې، احتجاج به دوام ولري. د کمېټۍ په وینا، د جمعې په ورځ، د نومبر په شپږمه، به د ټولو سیاسي ګوندونو د احتجاجي کمېټۍ او صوبايي وزیرانو ترمنځ ګډه غونډه کېږي چې پکې به د راتلونکو ګامونو په اړه پرېکړه کېږي.
احتجاج کوونکو ویلي چې د جمعې په ورځ به هم مظاهرې روانې وي او د تنګ مسېزۍ په پېښه کې د وژل شوو کسانو مړي به د ټولو غوښتنو تر منلو پورې د پرلت په ځای کې ساتل کېږي. د تنګ مسېزۍ د وسله وال برید د وژل شوو کسانو شمېر او د احتجاج کوونکو د پاتې دوو غوښتنو بشپړ تفصیل په ترلاسه شوو معلوماتو کې نه دی څرګند شوی.


نعيم اچکزئي