پاراچنار (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په کرمه ضلع کې انتظامیې د سړکونو د پراخولو، د ټرافیک د ستونزو د کمولو او د اوبو د ایستلو د لارو د پاکولو لپاره د تجاوزاتو پر ضد عملیات پیل کړي دي.
دغه عملیات له تېرو څو ورځو راهیسې په پاراچنار، سده او د ضلعې په نورو سیمو کې روان دي. انتظامیه وايي، د بېلابېلو سرکاري محکمو په مرسته د سړکونو پر غاړو جوړ شوي غیرقانوني تعمیرات او نور خنډونه لرې کوي.
په پاراچنار او سده کې یو شمېر دوکاندارانو هم له انتظامیې سره همکاري پیل کړې او د خپلو دوکانونو مخې ته جوړ شوي خنډونه په خپله لرې کوي. ځايي ټولنیز فعال طاهر علي شال نیوز ته وویل چې په پاراچنار کې د تجاوزاتو له امله سړکونه تنګ شوي وو او خلک د تګ راتګ پر مهال له ستونزو سره مخ وو.
د هغه په وینا، د سړکونو په پراخېدو سره به د ټرافیک په تګ راتګ کې اسانتیا راشي او د ښار د خلکو یوه پخوانۍ ستونزه به کمه شي. د پاراچنار اوسېدونکی تنویر حسین وايي، د بارانونو پر مهال د ښار په بېلابېلو برخو کې اوبه ډنډ کېدې، ځکه چې د اوبو د ایستلو لارې په ځینو ځایونو کې بندې وې.
نوموړی هیله لري چې د تجاوزاتو په لرې کولو سره به د اوبو د ایستلو لارې هم خلاصې شي او د بارانونو پر مهال به د اوبو د ډنډ کېدو ستونزه کمه شي.
د کرمې اسسټنټ کمشنر ریونیو افتاب الرحمان رسنیو ته ویلي چې د تجاوزاتو پر ضد عملیات د ضلعې په بېلابېلو سیمو کې روان دي او تر هغې به دوام ولري چې ټول غیرقانوني خنډونه لرې شوي نه وي.
بل ځايي ټولنیز فعال جمیل حسین وايي، تجاوزات د پاراچنار له پخوانیو ښاري ستونزو څخه وو. د هغه په وینا، د دغو خنډونو لرې کول به د خلکو تګ راتګ اسانه کړي او د ښار په پاکوالي او ښکلا کې به هم مرسته وکړي.
په کرمه کې د تجاوزاتو پر ضد په روانو عملیاتو کې د انتظامیې ترڅنګ د ځايي دوکاندارانو همکاري هم لیدل کېږي، خو لا څرګنده نه ده چې تر اوسه څومره تجاوزات لرې شوي او دغه عملیات به کله بشپړ شي.


مصطفی خان