کابل (شال نیوز) : د طالبانو د قومونو او قبایلو وزیر، نورالله نوري ادعا کړې چې په افغانستان کې قومپالنه، سمتپالنه او تبعیض نشته او ټول افغانان د دوی د اسلامي نظام تر چتر لاندې یو موټی دي.
هغه د پنجشنبې په ورځ د زابل ولایت له یو شمېر اوسېدونکو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي چې له نږدې ۵۰ کلونو وروسته په افغانستان کې د بیارغونې او پرمختګ لپاره فرصت برابر شوی او خلک باید له دغه فرصته ګټه واخلي او د هېواد په ابادۍ کې خپله ونډه واخلي.
یاد وزیر دغه راز ادعا کړې چې پنځه کاله وروسته به افغانستان د نړۍ له لویو قدرتونو سره سیالي وکړي.
هغه له افغانانو وغوښتل چې “عجله مه کوﺉ، صبر به کوﺉ.” نوري وویل، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د اقتصادي ودې، بیارغونې او نورو برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو چارواکي په وار وار په افغانستان کې د قومي یووالي او تبعیض د نشتوالي خبرې کوي، خو د هېواد د بېلابېلو قومونو د سیاسي ګډون، په دولتي ادارو کې د ونډې او د متوازن پرمختګ په اړه نیوکې او بحثونه لا هم دوام لري.


شال نیوز