اورکزي (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په اورکزۍ ضلعه کې پولیس وايي، د اتمان خېلو قومي مشرانو په هڅو درې هغه ځوانان بېرته راستانه شوي چې له یوې وسله والې ډلې سره یو ځای شوي وو.
د پولیسو په وینا، د دغو ځوانانو د بېرته راستنېدو موضوع د اتمان خېلو له قومي مشرانو سره د امن په یوه جرګه کې وڅېړل شوه. دغه جرګه د اورکزۍ د پولیسو مشر شوکت علي او د اورکزۍ سکاؤټس د ۲۳۴ وینګ کمانډنګ افسر کرنل افتاب په مشرۍ جوړه شوې وه.
پولیسو په خپل بیان کې دغه ځوانان له هغې ډلې سره تړلي بللي چې پاکستاني چارواکي یې د «فتنه الخوارج» په نوم یادوي. د اورکزۍ د پولیسو مشر شوکت علي جرګې ته وویل چې د درېیو ځوانانو بېرته راستنېدل په سیمه کې د امن د ټینګښت لپاره مهم پرمختګ دی.
هغه د قومي مشرانو د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د ځوانانو د وسله والو ډلو له فعالیتونو څخه د لرې ساتلو لپاره د ټولنې د بېلابېلو برخو همکاري ضروري ده. په جرګه کې د سیمې پر امنیتي وضعیت، د امن پر ټینګښت او د پولیسو، امنیتي ځواکونو او قومي مشرانو ترمنځ د همکارۍ پر دوام خبرې وشوې.
قومي مشرانو ژمنه وکړه چې په سیمه کې به د امن د ساتلو لپاره له پولیسو او امنیتي ځواکونو سره همکاري کوي. پولیسو نه دي ویلي چې دغه درې ځوانان له کومې مودې راهیسې له وسله والې ډلې سره یو ځای شوي وو، څنګه بېرته راستانه شول او ایا د دوی په اړه کومه قانوني پرېکړه شوې ده.
د دغو ځوانانو خپل دریځ هم لا نه دی څرګند شوی.


شال نیوز