کابل (شال نیوز) : د افغانستان د مخکېني جمهوري حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح د نشه‌يي توکو په اړه د طالبانو پر تګلارې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د دوحې له تړون وروسته د کوکنارو د کښت او نشه‌يي توکو د قاچاق په اړه د طالبانو دریځ بدل شوی دی.

 

صالح د نومبر پر پنځمه په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې طالبانو د دوحې له تړون مخکې د کوکنارو د کښت او نشه‌يي توکو د قاچاق د توجیه لپاره دیني او شرعي دلایل وړاندې کول، خو اوس یې پر دغو فعالیتونو بندیز لګولی دی.

 

نوموړي ادعا کړې چې د امریکا له خوا د اوونیزو نغدو ډالرو له ورکړې وروسته د طالبانو په دریځ کې بدلون راغلی دی. صالح پوښتنه کړې چې ایا له ۲۰۲۱ کال مخکې او وروسته شریعت توپیر کړی، که د واشنګټن اوونیزو ډالرو د طالبانو پر پرېکړو اغېز کړی دی؟

 

هغه ویلي چې طالبانو تر اوسه د خپلې تګلارې د دغه بدلون په اړه افغانانو ته قناعت‌بخښونکی وضاحت نه دی ورکړی. د صالح د دغو څرګندونو په اړه د طالبانو غبرګون لا نه دی څرګند شوی. همداراز، هغه داسې شواهد نه دي وړاندې کړي چې د کوکنارو پر کښت د بندیز پرېکړه دې د امریکا له مالي مرستو سره وتړي.

 

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت بندیز ولګاوه او د نشه‌يي توکو تولید او قاچاق یې هم منع کړل. د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په خپلو راپورونو کې ویلي چې د دغه بندیز له لګېدو وروسته په افغانستان کې د کوکنارو کښت د پام وړ کم شوی دی.

 

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې لاسلیک شوی و. په دغه تړون کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د ترهګرۍ ضد ژمنو په ګډون پر یو شمېر موضوعاتو موافقه شوې وه.