واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا د ډیموکراټ ګوند نوماندې ډیب هالېنډ د نیومکسیکو ایالت د ګورنرۍ په انتخاباتو کې د ریپبلېکن ګوند نوماند ګرېګ هال ته ماتې ورکړې او د امریکا په تاریخ کې لومړۍ بومي ښځه شوه چې د یوه ایالت ګورنره ټاکل کېږي.
بومي امریکایان د هغو قومونو خلک دي چې د اروپایانو له ورتګ مخکې په امریکا کې اوسېدل. دغه قومونه خپلې ځانګړې ژبې، کلتورونه او تاریخي پېژندګلوي لري.
۶۵ کلنه هالېنډ د لاګونا پوئبلو له بومي قبیلې سره تړاو لري. نوموړې تر دې وړاندې د امریکا د کانګرس غړې وه او له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۵ کال پورې یې د ولسمشر جو بایډن په حکومت کې د کورنیو چارو د وزیرې په توګه دنده ترسره کړې ده.
هالېنډ لومړۍ بومي امریکایۍ وه چې د امریکا د حکومت په کابینه کې د وزیرې مقام ته ورسېده. د هغې د وزارت په مسوولیتونو کې د سرکاري ځمکو، ملي پارکونو، طبیعي سرچینو او د بومي قومونو د چارو څارنه شامله وه.
نوموړې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چاپېریال ساتنې، کډوالۍ او د بومي امریکایانو د حقونو اړوند تګلارو له منتقدانو څخه ده. د نیومکسیکو ایالت نوم هم د ټرمپ د څرګندونو له امله د بحث موضوع ګرځېدلی و.
ټرمپ د سپټمبر په میاشت کې وړاندیز کړی و چې د نیومکسیکو نوم دې په «نیو امریکا» بدل شي. هغه د اکتوبر پر ۱۹مه یو ځل بیا د دغه نوم د بدلولو غوښتنه وکړه.
خو د امریکا د قانون له مخې، ولسمشر په یوازې سر د یوه ایالت نوم نه شي بدلولای. د نیومکسیکو نوم د دغه ایالت په اساسي قانون کې ثبت دی او بدلول یې قانوني بهیر ته اړتیا لري.
د هالېنډ په ټاکل کېدو سره د امریکا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د دغه هېواد د اصلي اوسېدونکو یوه ښځه د یوه ایالت د ګورنرۍ مقام ته رسېږي.


شال نیوز