کوټه (شال نیوز) : د کوټې پولیسو ویلي چې د ۲۰۲۶ کال په اوږدو کې یې د غلاوو، وسله والو شوکو، وژنو، تښتونو او نشه يي توکو د کاروبار پر ضد په بېلابېلو عملیاتو کې د ۵۴ جرمي ډلو ۲۱۱ غړي نیولي دي.
د کوټې د پولیسو مرستیال مشر (ډي آی جي) عمران شوکت د نومبر پر پنځمه یوې خبري غونډې ته وویل چې پولیسو د روان کال په عملیاتو کې په سلګونو وسلې، غلا شوي ګاډي، موټرسایکلونه او په لویه اندازه نشه يي توکي هم نیولي دي.
د نوموړي په وینا، د کوټې د جدي جرمونو د پلټنو څانګې د وسله والو غلاوو او شوکو په یو شمېر قضیو کې پرمختګ کړی دی. هغه وویل چې پولیسو د یوې داسې څلور کسیزې ډلې غړي نیولي چې په سرف ګاډي کې به ګرځېدل، ځانونه به یې د ترهګرۍ ضد ادارې، پولیسو او استخباراتي ادارو کارکوونکي معرفي کول او د خلکو په کورونو کې به یې غلاوې کولې.
د پولیسو په وینا، له دغې ډلې اووه لکه روپۍ نغدې پیسې، لېپټاپ، موبایل ټیلیفونونه، دوه جواز لرونکي تومانچې او نور سامانونه ترلاسه شوي دي.
عمران شوکت وویل چې پولیسو هغه ډله هم پېژندلې چې د بانکونو مخې ته به یې د پیسو اخستونکو کسانو څارنه کوله او وروسته به یې ترې نغدې پیسې تښتولې. د دې ډلې یو مهم شکمن کس نیول شوی او ۱۵ لکه روپۍ ترې ترلاسه شوې دي.
د شالکوټ د وسله والې غلا په قضیه کې هم څلور شکمن کسان نیول شوي او دوه لکه ۲۵ زره روپۍ، دوه تومانچې او یو موټرسایکل ترلاسه شوي دي.
د وژنو په قضیو کې ۴۰ کسان نیول شوي
د کوټې د پولیسو مرستیال مشر وویل چې د تېرو دریو میاشتو په اوږدو کې د وژنو په بېلابېلو قضیو کې ۴۰ شکمن کسان نیول شوي دي.
د هغه په وینا، د هاشم نورزي د وژنې په قضیه کې د سعدالله نورزي په ګډون ټول مطلوب کسان نیول شوي دي. پولیسو هغه ګاډی، ټوپک، تومانچه او جعلي نمبر پلېټونه هم ترلاسه کړي چې د دوی په وینا په پېښه کې کارول شوي وو.
عمران شوکت وویل چې د پنځه کلن علي شاه د وژنې په قضیه کې هم یوه شکمنه ښځه نیول شوې ده. د دغه ماشوم مړی په یوه بوجۍ کې موندل شوی و. د پولیسو په وینا، د دې قضیې په پلټنو کې له ساینسي او تخنیکي شواهدو کار اخستل شوی دی.
دوه تښتول شوي کسان خوشې شوي
عمران شوکت وویل چې پولیسو د تښتونې په دوو بېلابېلو قضیو کې نذیر احمد او شیر عالم ژوندي خوشې کړي دي. د هغه په وینا، نذیر احمد د تښتونې په دریو ورځو کې موندل شوی، په داسې حال کې چې د شیر عالم د تښتونې په قضیه کې یو شکمن کس د تخنیکي شواهدو پر بنسټ نیول شوی دی.
۳۳۹ موټرسایکلونه او ۳۶ ګاډي ترلاسه شوي
د کوټې د پولیسو د معلوماتو له مخې، د روان کال په اوږدو کې ۲۹ غلا شوي او اووه په زور اخستل شوي ګاډي ترلاسه شوي دي. پولیسو دغه راز له ښاریانو ۱۷۹ په زور اخستل شوي او ۱۶۰ غلا شوي موټرسایکلونه هم موندلي دي.
عمران شوکت وویل چې د ګاډو د غلا په یوه بین الصوبايي ډله کې درې شکمن کسان نیول شوي او درې ګاډي، یو موټرسایکل، پنځه ټرېکرونه او نور وسایل ترې ترلاسه شوي دي. د هغه په وینا، د نیول شوو کسانو په معلوماتو د اسلاماباد پولیسو په مرسته یو بل غلا شوی ګاډی هم ترلاسه شوی دی.
د نشي توکو په ۴۵۲ قضیو کې ۴۶۷ کسان نیول شوي
د کوټې پولیسو ویلي چې د نشه يي توکو د خرڅلاو او قاچاق پر ضد یې د روان کال په اوږدو کې ۴۵۲ مقدمې درج کړې او ۴۶۷ شکمن کسان یې نیولي دي.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، په دغو عملیاتو کې ۱۲۳۶ اعشاریه ۲۳ کیلوګرامه چرس، ۳۲ اعشاریه ۱۷ کیلوګرامه آیس او ۱۳ اعشاریه دوه کیلوګرامه اپین ترلاسه شوي دي. پولیسو دغه راز د شرابو ۳۲۹ بوتلونه او د بیر ۳۸۳ ډبي هم نیولې دي.
عمران شوکت وویل چې د نوي کچلاک پولیسو په یوه عملیاتو کې د ګاډو له پټو خانو ۵۵ کیلوګرامه چرس ترلاسه کړي او یو شمېر شکمن کسان یې نیولي دي.
له شکمنو کسانو سلګونه وسلې ترلاسه شوي
د کوټې د پولیسو د معلوماتو له مخې، د روان کال په بېلابېلو عملیاتو کې ۶۰۴ تومانچې، ۵۱ ټوپکونه، ۳۳ ایس ایم جي وسلې، ۲۸ شاټګنونه او ۱۴ زره ۱۱۶ کارتوس ترلاسه شوي دي.
د ماشومانو د جنسي استحصال او اې ټي اېم درغلیو قضیې
عمران شوکت وویل چې پولیسو درې داسې شکمن کسان هم نیولي چې پر کم عمره ماشومانو د جنسي استحصال او بلیک مېل کولو تورونه پرې لګېدلي دي. د هغه په وینا، د اې ټي اېم کارتونو له لارې د مالي درغلیو په یوه بله قضیه کې درې کسان نیول شوي دي.
پولیسو له دغو کسانو ۴۵ اې ټي اېم کارتونه، پنځه لکه روپۍ نغدې پیسې، درې موبایل ټیلیفونونه او یو ګاډی ترلاسه کړي دي. د کوټې د پولیسو مرستیال مشر دغه راز وویل چې د روان کال په اوږدو کې یې ۱۳۷ داسې ګاډي نیولي چې د ګمرکي محصول د نه ورکړې له امله په غیرقانوني توګه کارول کېدل.
د پولیسو له خوا په وړاندې شوو معلوماتو کې د نیول شوو کسانو د محاکمو، سزاګانو او د ترلاسه شوو غلا شوو توکو د بېرته سپارلو په اړه تفصیل نه دی ورکړل شوی. دا ټولې شمېرې د کوټې پولیسو د نومبر پنځمې د خبري غونډې پر بنسټ دي او شال نیوز په خپلواکه توګه نه دي تایید کړې.


نعيم اچکزئي