بدخشان (شال نیوز) : د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د بدخشان په ګډون د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د بارانونو، تېزو بادونو او په لوړو غرنیو سیمو کې د واورې ورېدو خبرداری ورکړی دی.
دغه وزارت د نومبر په څلورمه په خپاره کړي خبرداري کې ویلي چې په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، بامیان او یو شمېر نورو ولایتونو کې د بارانونو او تالندې برېښنا امکان شته.
د هوا پېژندنې د اټکل له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو او د بادونو چټکتیا په ځینو ولایتونو کې له ۵۰ تر ۸۵ کیلومترو پورې رسېدای شي. وزارت همدارنګه خبرداری ورکړی چې په لوړو غرنیو او سړو سیمو کې د واورې ورېدو امکان شته.
بدخشان د افغانستان له غرنیو ولایتونو څخه دی چې د ژمي پر مهال پکې د درنو واورو له امله د یو شمېر ولسوالیو لارې بندېږي. د لارو بندېدل د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د خوراکي توکو د رسولو، ناروغانو د لېږد او تګ راتګ ستونزې پیدا کوي.
تر اوسه په بدخشان کې د وروستیو ورښتونو له امله د احتمالي زیانونو او د ولسوالیو د لارو د بندېدو په اړه تازه تایید شوي معلومات نه دي خپاره شوي.


شال نیوز