نوښار (شال نیوز) : د وفاقي محتسب د پېښور سیمهییز دفتر په مداخلې د نوښار یوې کونډې ښځې ته د کورنۍ د پنشن د بقایاجاتو په توګه ۱۵ لکه ۷۱ زره او ۵۵۹ روپۍ ورکړل شوې دي.
د نوښار اوسېدونکې زبیده پروین د خپلې کورنۍ د پنشن او د هغې د بقایاجاتو په ورکړه کې د ځنډ له امله د وفاقي محتسب د پېښور په سیمهییز دفتر کې د کنټرولر ملټري اکاؤنټس پر ضد شکایت کړی و.
د شکایت کوونکې په وینا، هغې د پنشن او بقایاجاتو د ترلاسه کولو لپاره ټول قانوني او دفتري شرطونه پوره کړي وو، خو له ډېر وخت تېرېدو سره سره اړوندې ادارې ورته پیسې نه ورکولې.
د وفاقي محتسب د پېښور سیمهییز دفتر د معلوماتو له مخې، د شکایت له څېړلو وروسته اړوندې ادارې د زبیده پروین کورنۍ پنشن جاري کړ او د بقایاجاتو ۱۵ لکه ۷۱ زره او ۵۵۹ روپۍ یې هم ورکړې.
د وفاقي محتسب د پېښور سیمهییز مشر محمد قاسم جان د دې شکایت څېړنه او تعقیب پخپله کړی و. د دفتر په وینا، د شکایت د څېړنې پر مهال ستونزه هواره شوه او اړوندې ادارې د پنشن او بقایاجاتو د ورکړې اقدامات وکړل.
زبیده پروین د خپلې ستونزې له هوارېدو وروسته د وفاقي محتسب نوید کامران بلوچ او د پېښور د سیمهییز دفتر د مشر محمد قاسم جان مننه کړې ده. هغې ویلي چې د وفاقي محتسب د دفتر په مداخلې یې له اوږده ځنډ وروسته خپل قانوني حق ترلاسه کړ.
محمد قاسم جان ویلي چې د وفاقي محتسب اداره د خلکو، په ځانګړې توګه د پنشن اخستونکو او کونډو ښځو د حقونو د خوندي کولو لپاره کار کوي.
د هغه په وینا، خلک کولای شي د وفاقي ادارو پر ضد خپل شکایتونه د وفاقي محتسب دفتر ته وړاندې کړي، چېرته چې د شکایتونو څېړنه او د ستونزو د هوارولو چارې له فیس پرته ترسره کېږي.


شال نیوز