لنډي کوتل (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د ۱۲ ټاکل شوو ضلعو د پرمختیايي کونسل مشر شوکت الله خان ویلي چې د پاکستان وزیراعظم د دغو ضلعو د پرمختیايي کارونو، د بنیادي سهولتونو د ښه کولو او د خلکو د ستونزو د هوارولو لپاره ۱۶۰ اربه روپۍ ځانګړې کړې دي.

 

نوموړي دا څرګندونې د نومبر پر پنځمه د خېبر ضلعې په لنډي کوتل جرګه هال کې د کونسل لومړۍ رسمي غونډې ته کړې دي. په غونډه کې د خېبر ډپټي کمشنر شاهد علي، د ضلعې د پولیسو مشر وقار احمد، په کونسل کې د خېبر استازو، قبایلي مشرانو، ملکانو او د انتظامیې نورو چارواکو ګډون کړی و.

 

شوکت الله خان وویل چې دغه کونسل د وفاقي کابینې تر انتظام لاندې کار کوي او مقصد یې د ۱۲ ضلعو پرمختیا، د خلکو د ژوند د حالاتو ښه کول او د دغو سیمو په ملي پرمختیايي پروګرامونو کې شاملول دي.

 

د هغه په وینا، ځانګړې شوې پیسې به د تعلیم، صحت، روزګار، سړکونو او نورو بنیادي سهولتونو د ښه کولو لپاره لګول کېږي. نوموړي وویل چې د پرمختیايي پروژو د څارنې لپاره به ځانګړی انتظام کېږي، څو پیسې په شفاف ډول ولګول شي او کارونه په ټاکلي وخت بشپړ شي.

 

د کونسل مشر زیاته کړه چې د سیمو د اړتیاوو او پرمختیايي لومړیتوبونو په ټاکلو کې به له قبایلي مشرانو، ځوانانو، سوداګرو او د بېلابېلو مسلکونو له استازو سره مشورې کېږي. غونډې ته ملک خان مرجان او نورو قبایلي مشرانو هم ویناوې وکړې.

 

دوی د قبایلي سیمو ترمنځ د یووالي پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ځمکو، حدودو او نورو سیمه ییزو شخړو د هوارولو لپاره دې له دودیزو جرګو او خبرو اترو کار واخستل شي. د غونډې پر مهال د خېبر ډپټي کمشنر شاهد علي او د پولیسو مشر وقار احمد د کونسل له غړو سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

دوی وویل چې انتظامیه او پولیس به د امن د ټینګښت، د پرمختیايي پروژو د عملي کولو او د خلکو د ستونزو د هوارولو لپاره له کونسل سره په ګډه کار کوي.

 

د غونډې ګډونوالو موافقه وکړه چې په ټاکل شوو ۱۲ ضلعو کې به د امن، اقتصادي پرمختګ او ولسي سهولتونو د ښه کولو لپاره د کونسل، انتظامیې او سیمه ییزو مشرانو ترمنځ همکاري پراخوي.

 

د یادونې ده چې د ۱۶۰ اربه روپیو د ځانګړي کېدو خبره د کونسل مشر کړې ده. په غونډه کې د دغو پیسو د وېش، د هرې ضلعې د برخې او د پروژو د پیل د نېټو په اړه تفصیلي معلومات نه دي وړاندې شوي.