کابل (شال نیوز) : په کابل کې د ښکلا خیریه مؤسسې د جوړېدو د دویمې کلیزې په مناسبت غونډه شوې، چې پکې د سوداګرو، دیني عالمانو، فرهنګي شخصیتونو او خیریه فعالانو ترڅنګ له استرالیا راغلي افغان ډاکټر درمحمد آشنا هم ګډون کړی دی.

 

د نومبر پر پنځمه د خپاره شوي راپور له مخې، ډاکټر آشنا په استرالیا کې د افغانانو او خیریه بنسټونو په مرسته پیسې او نورې مرستې راټولوي او په افغانستان کې یې پر یتیمانو، کونډو، بې‌وزلو، زلزله‌ځپلو او بېرته راستنو شویو اړمنو کورنیو وېشي.

 

د ښکلا خیریه مؤسسې د معلوماتو له مخې، دغه بنسټ تر اوسه د افغانستان په شپږو ولایتونو کې له اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې کړې دي. د تېر کال د روژې په میاشت کې یې لسګونو کورنیو ته د یوې میاشتې خوراکي توکي برابر کړي او د کونړ له زلزله‌ځپلو سره یې هم مرسته کړې ده.

 

ډاکټر درمحمد آشنا غونډې ته ویلي چې په افغانستان کې د شتمنو او بې‌وزلو خلکو ترمنځ لوی اقتصادي توپیر موجود دی او که شتمن افغانان د خپلو اړمنو هېوادوالو لاسنیوی وکړي، د بې‌وزلۍ په کمولو کې مهم رول لوبولای شي.

 

هغه ویلي:

 

«په افغانستان کې مې ډېر څه ولیدل. دلته ډېر شتمن خلک شته، خو ترڅنګ یې ډېر بې‌وزله خلک هم ژوند کوي. که شتمن خلک له بې‌وزلو افغانانو سره مرسته وکړي، اړتیا نشته چې څوک خوار او فقیر پاتې شي.»

 

د غونډې ګډونوالو هم له سوداګرو او شتمنو افغانانو غوښتي چې له اړمنو کورنیو سره د مرستو ترڅنګ ځوانانو ته د کار او ښځو ته د کاروبار لارې برابرې کړي.

 

د مؤسسې مسوولینو ویلي چې په راتلونکو پلانونو کې یې د یتیمانو لپاره د روزنې او استوګنې مرکزونه، د بې‌وزلو ناروغانو لپاره روغتیايي کلینیکونه او د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پروګرامونه شامل دي.

 

د غونډې پر مهال سوداګر حاجي خلیل ځدران اعلان کړی چې د کابل د وزیر اکبر خان په سیمه کې یې د خپلې ودانۍ شپږ خونې د مؤسسې دفتر ته په وړیا توګه ورکړې دي.

 

د راپور له مخې، یوه بل پانګوال هم ژمنه کړې چې د ښځو د کاروبار لپاره به ۵۰۰ دوکانونه د مؤسسې په واک کې ورکړي. خو دا نه دي څرګند شوي چې دغه دوکانونه به کله او په کومو شرایطو کې وسپارل شي.

 

په غونډه کې د مؤسسې پخواني مشر ډاکټر ځدران، نوي مشر ډاکټر شېرباز ځدران، د سوداګرو استازي خان جان الکوزي او سوداګر میرویس هم د خیریه فعالیتونو د ملاتړ ژمنې کړې دي.

 

د مراسمو په پای کې ډاکټر درمحمد آشنا ته د هغه د خیریه خدمتونو په درناوي لونګۍ ورپرسر کړل شوه او د مؤسسې یو شمېر غړو ته تقدیرنامې ورکړل شوې. د ښکلا خیریه مؤسسې د مرستو د شمېر، مالي سرچینو او د اعلان شوو راتلونکو پروژو د عملي کېدو په اړه خپلواک معلومات لا نه دي ترلاسه شوي.