دوحه (شال نیوز) : د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیر ارماناتا ناصر سره په ټلیفوني خبرو کې د افغانستان او سیمې د وروستیو سیاسي او امنیتي تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه خبرې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او سیمهییزو او نړیوالو مسایلو په اړه د مشورو په لړ کې ترسره شوې دي.
سرچینه زیاتوي چې په دې خبرو کې دواړو لورو د افغانستان ترڅنګ د غزې تړانګې، اشغال شویو فلسطیني سیمو او یو شمېر نورو مهمو سیمهییزو او نړیوالو موضوعاتو په اړه د نظرونو تبادله کړې ده.
که څه هم د افغانستان په اړه د خبرو د اجنډا او محتوا په تړاو نور جزییات نه دي خپاره شوي، خو د افغانستان موضوع په داسې حال کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د خبرو برخه ګرځي چې په دغه هېواد کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت لا هم د نړیوالو بحثونو یوه مهمه موضوع ده.
قطر د افغانستان په تړاو د نړیوالو ډیپلوماټیکو هڅو او خبرو اترو په برخه کې مهم رول لري او په تېرو کلونو کې یې د افغانستان د وضعیت په اړه د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو لورو د استازو د غونډو کوربهتوب هم کړی دی.
اندونیزیا هم د اسلامي هېوادونو له ډلې ده چې د افغانستان له وضعیت سره په تړاو د سیمهییزو او نړیوالو همکاریو او بشري مسایلو په اړه دریځونه لري. تر اوسه د قطر او اندونیزیا چارواکو د دغو ټلیفوني خبرو په پایله کې د افغانستان په اړه د کومې ځانګړې پرېکړې، ګډ نوښت یا راتلونکو اقداماتو په اړه څه نه دي ویلي.


شال نیوز