نوښار (شال نیوز) : د عوامي نېشنل ګوند د خېبر پښتونخوا مشر میاں افتخار حسین ویلي، په صوبه کې د ترهګرۍ پر ضد اغېزمن ګامونه نه لیدل کېږي او د امن د ټینګښت لپاره حکومت، ولس، پارلمان او د پاکستان پوځ باید پر یوه دریځ سره سلا شي.

 

هغه د نومبر پر پنځمه په نوښار کلاں کې د عوامي نېشنل ګوند د پخواني مشر صمد پراچه د جنازې له لمانځه وروسته له رسنیو سره په خبرو کې وویل، د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د نېشنل ایکشن پلان پر ټولو برخو عملي کار ته اړتیا ده.

 

میاں افتخار حسین وویل، که د نېشنل ایکشن پلان پرېکړې د هغه له اصلي موخو سره سم عملي شي، نو ترهګري له منځه تللی شي. نوموړي ادعا وکړه چې د امن په نوم د خېبر پښتونخوا وېشل او د صوبې پر معدني زېرمو د واک ترلاسه کولو هڅې د یوې دسیسې برخه ده.

 

هغه د خېبر پښتونخوا د ګورنر او کونسل پر واکونو هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې دواړه له کافي واکونو پرته کار کوي. د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان او د هغه د کورنۍ پر ضد اقدامات غچ اخیستونکي وبلل او ویې ویل چې دا ډول چلند د افسوس وړ دی.

 

میاں افتخار حسین پوښتنه وکړه چې د پاکستان د اساسي قانون د اتلسم تعدیل او د نېشنل فنانس کمېشن، یا اېن اېف سي اېوارډ، په اړه ولې چوپتیا غوره شوې ده. هغه د امریکا د انتخاباتو پایلو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې دغو پایلو څرګنده کړې چې خلک د امن غوښتونکي دي او د یرغلګرو اقداماتو مخالفت کوي.

 

میاں افتخار حسین د عوامي نېشنل ګوند د پخواني مشر صمد پراچه پر مړینه خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې هغه د ژوند تر پایه له ګوند سره بې غرضه خدمت کړی دی. نوموړي وویل: «موږ یو مخلص، زیارکښ او زړور ملګری له لاسه ورکړی دی.»

 

هغه د صمد پراچه مړینه د عوامي نېشنل ګوند لپاره لوی زیان وباله.