ترمذ (شال نیوز) : د دوحې بهیر تر چتر لاندې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او د خصوصي سکتور د ملاتړ کاري ډلو دوه ورځنۍ ناسته نن د نومبر ۵مه د ازبکستان په ترمذ ښار کې خپل کار پای ته رسوي.

 

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د دوی د اړوندو ادارو د پلاوي په ګډون، چې مشري یې د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو او نړیوالو کنفرانسونو رئیس، سید محي الدین سادات کوي، د یوناما، اړوندو نړیوالو سازمانونو، د ازبکستان په ګډون د دوحې بهیر د غړو هېوادونو استازو، د خصوصي سکتور استازو او متخصصینو ګډون کړی دی.

 

د سرچينې په خبره، د غونډې په بحثونو کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د کیفیت معیارونو، تصدیق، نړیوالو بازارونو ته د صادراتو د چمتووالي، د بدیل معیشت د پراختیا او ټولشموله اقتصادي ودې پر موضوعاتو تمرکز شوی دی.

 

دغه راز، ګډونوال د خصوصي سکتور د پیاوړتیا، بازارونو ته د افغان تولیداتو د لاسرسي، د سوداګریزو فرصتونو د پراختیا او د عملي همکاریو د رامنځته کولو پر لارو چارو د نظرونو تبادله کوي.

 

ياده دې وي چې د دوحې بهیر کاري ډلې د افغانستان په اړه د نړیوال تعامل د پیاوړتیا او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او اقتصادي ودې په برخو کې د همغږۍ او همکاریو د پراختیا په موخه فعالیت کوي.