پېښور (شال نیوز) : د پاکستان الیکشن کمیشن (ټاکنو کمېسیون) په خیبر پښتونخوا کې د هغو پاتې ضلعو د بلدیاتي ټاکنو بهیر درولی، چې ټاکنیز مهالوېش یې خپور شوی و.

 

د ټاکنو کمېسیون د نومبر پر ۵مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د صوبایي حکومت د غوښتنې له مخې یې د بلدیاتي ټاکنو د ځنډولو پرېکړه کړې ده.

 

د خبرپاڼې له مخې، د چیف الېکشن کمېشنر سکندر سلطان راجا په مشرۍ غونډه کې د خیبر پښتونخوا حکومت غوښتنه وڅېړل شوه، چې پکې د نومبر پر ۳مه خپور شوی د بلدیاتي ټاکنو مهالوېش د ځنډولو غوښتنه شوې وه.

 

کمېسیون ویلي، چې په غونډه کې د پاکستان د اساسي قانون د ۱۴۰ اې مادې او اړوندو قانوني چارو له ارزونې وروسته پرېکړه وشوه، چې په پاتې ضلعو کې دې همدا اوس بلدیاتي ټاکنې نه ترسره کېږي.

 

د ټاکنو کمېسیون په وینا، د دې پرېکړې له مخې به په یادو ضلعو کې د بلدیاتي ټاکنو لپاره تر دې دمه شوي ټول اقدامات ودرول شي.