واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان په مرکز واڼه کې یو بل ماشوم د انجکشن لګېدو وروسته مړ شوی دی. د ځايي سرچینو په وینا، ماشوم ته د علاج پر مهال انجکشن لګول شوی و، چې وروسته یې ساه ورکړه. د ماشوم خپلوان ادعا کوي چې مړینه یې د ناسم انجکشن له امله شوې، خو د مړینې طبي علت لا نه دی معلوم شوی.

 

پنځه ورځې وړاندې هم د واڼه په وچه حواړ سیمه کې یو ۱۳ کلن ماشوم د انجکشن لګېدو وروسته مړ شوی و. د دغو پېښو له امله د سیمې اوسېدونکو په شخصي کلینکونو کې د علاج پر طریقو او د طبي کارکوونکو پر مسلکي وړتیا اندېښنه څرګنده کړې ده.

 

ځايي اوسېدونکي وايي، د روغتیا محکمه او ضلعي انتظامیه باید د دواړو ماشومانو د مړینې پلټنې وکړي او معلومه کړي چې انجکشنونه چا لګولي وو او ایا هغوی د علاج قانوني اجازه او مسلکي وړتیا لرله که نه.

 

دوی غوښتنه کوي چې په واڼه کې دې د شخصي کلینکونو او طبي مرکزونو معاینه وشي او که د چا طبي غفلت یا غیرقانوني فعالیت ثابت شي، پر ضد دې قانوني ګامونه واخیستل شي.

 

تر اوسه د روغتیا محکمې او ضلعي انتظامیې د دغو پېښو په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی. دا هم نه ده معلومه چې د ماشومانو د مړینې د علت معلومولو لپاره طبي معاینې یا رسمي پلټنې شوې دي که نه.