کابل (شال نیوز) : طالبان وايي، د خپل مشر، هبت‌الله اخندزاده په امر یې د پنجشېر د سرو زرو کېندنه پيل کړې ده. د پنجشېر لپاره د طالبانو د والي ویاند، سیف‌الدین لټون ویلي، هبت‌الله د دې لپاره چې د سیمې اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي، امر کړی چې د سرو زرو دودیزه کېندنه دې له ماشینونو او تجهیزاتو پرته ترسره شي.

 

د لټون په وینا، د پنجشېر د سرو زرو په کانونو کې به شاوخوا زر کسان پر کار بوخت شي او د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست د مسوول له قوله یې ویلي چې د سرو زرو د دودیزې کېندنې کړنلاره د طالبانو د مشر له‌خوا توشېح شوې ده.

 

هغه زیاتوي، د اړوندې لارښوونې له رسېدو وروسته به د سرو زرو د کانونو د کېندنې چارې د ماشینونو او تجهیزاتو په وسیله هم پیل شي. نوموړی وايي، تر دې وړاندې په پنجشېر کې د سرو زرو استخراج منع و او هېچا ته د فعالیت اجازه نه ورکول کېده.

 

طالبان ادعا کوي چې د پنجشېر د کانونو له کېندنې څخه یوازې ۱۰ سلنه د مالیې په توګه اخلي. یاده دې وي چې د طالبانو تر واک لاندې ادارې اوسمهال په پنجشېر کې د زمردو، یاقوتو، بېروج، سرو زرو او شنو ګارنېټ ډبرو کانونه استخراجوي.

 

د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان د کانونو د استخراج او قراردادونو په اړه د فساد، غیرشفافیت او د عوایدو د ناسم مدیریت په تړاو اندېښنې او نیوکې مطرح شوې دي. د کانونو د قراردادونو د څرنګوالي، د عوایدو د راټولېدو او د استخراج د بهیر د څارنې په اړه د روڼتیا نشتوالی د دې اندېښنو مهم اړخونه بلل کېږي.