پیرس (شال نیوز) : د فرانسې د ملي شورا مشرې، یایل براون پیوې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت محدودیتونه غندلي او ویلي یې دي چې ښځې په دغه هېواد کې په منظمه او سیستماتیکه توګه له عامه ژوند څخه حذفېږي، له خپلو اساسي حقونو بې‌برخې کېږي او غږونه یې چوپ کېږي.

 

نوموړې د افغانستان د ښځو وضعیت د «جنسیتي اپارتاید» په توګه یاد کړی او ټینګار یې کړی چې د دغه وضعیت پر وړاندې باید جدي مبارزه وشي او نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

 

براون پیوې پر خپل ایکس پاڼه زیاته کړې چې په دې اړه یې له پخوانۍ افغانې وزیرې، نرګس نهان سره خبرې کړې دي. د نوموړې په وینا، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض د واقعیت په رسمیت پېژندل او د هغه د مخنیوي لپاره د عملي اقداماتو ترسره کول بېړنۍ اړتیا ده.

 

د جنسیتي اپارتاید اصطلاح هغه وضعیت ته کارول کېږي چې ښځې د خپل جنسیت له امله په منظم ډول له سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او عامه ژوند څخه محرومې شي.

 

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر ژوند پراخ محدودیتونه لګېدلي دي.

 

طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی او ښځې یې له ډېرو دولتي او خصوصي دندو منع کړې دي. همداراز، ښځې پارکونو، ورزشي مرکزونو او یو شمېر نورو عامه ځایونو ته له تګ څخه هم منع شوې دي.

 

د دغو محدودیتونو له امله د ښځو د زده‌کړو، کار، ټولنیز مشارکت او خپلواکو فعالیتونو فرصتونه په بې‌ساري ډول محدود شوي دي. د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو او د بېلابېلو هېوادونو چارواکو په وار وار د طالبانو له حکومته غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.

 

سره له دې، د طالبانو حکومت تر اوسه د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدو په ګډون د ښځو پر وړاندې خپل محدودیتونه نه دي لغوه کړي.