د خیبر پښتونخوا د دولسو ضلعو لپاره د اطلاعاتو سلاکار محمود جان بابر په شمالي وزیرستان کې د وسله‌والو پر ضد د عملیاتو، له وسله‌والو ډلو سره د خبرو اترو او د سیمې د امنیت په اړه څرګندونې کړې دي. نوموړي د شال نیوز له نیوز اېډیټر سلمان یوسفزي سره په ځانګړې مرکه کې د افغانستان سره د خبرو اترو او د خبریالانو د نیولو په اړه هم خپل دریځ روښانه کړی دی.