خیبر پښتونخوا کې د نومبر له دویمې نېټې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شوی دی. د روغتیايي چارواکو په وینا، د کمپاین پر مهال به په ۲۷ ضلعو کې شاوخوا ۲۸ لکه ماشومان د پولیو ضد واکسین شي. د دې کمپاین لپاره له ۲۰ زرو ډېر واکسین ټیمونه جوړ شوي او د امنیت لپاره یې شاوخوا ۳۰ زره امنیتي سرتېري ګومارل شوي دي. روغتیايي چارواکي وايي، د پولیو د مثبتو پېښو او د چاپېریالي نمونو له لارې د وایرس د موجودیت له امله د دې کمپاین بریالیتوب مهم دی. هغوی له والدینو غواړي چې له واکسین ټیمونو سره همکاري وکړي او تر پنځو کلونو کم عمره ټولو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړي.

ويډیو: بلاول ارشد