پاراچنار کې د راډیو چمن کیسه د تېر وخت د ټولنیز ژوند یوه په زړه پورې برخه ده. هغه مهال چې په هر کور کې راډیو نه و او د خبرونو او معلوماتو لپاره عصري وسایل نه وو، د ټاون کميټۍ له لوري په یو عام ځای کې لوی راډیو سیټ اېښودل شوی و، چې خلک به یې شاوخوا راټولېدل، دغه ځای یوازې د راډیو اورېدو لپاره نه و بلکې خلک به پکې سره لیدل، خبرې اترې به یې کولې او د ورځنیو حالاتو په اړه به یې معلومات شریکول. پروفېسر جمیل کاظمي د راډیو چمن د پخواني وخت یادونه کوي او د شال نیوز خبریال مصطفی خان سره یې د دغه تاریخي ځای په اړه خپلې خاطرې شریکې کړې دي.