د پاک افغان پولې په انګور اډه کې د نښتو له امله ځايي ولس له ستونزو او زیانونو سره مخ شوی. د سیمې اوسېدونکي وايي، چې د پولې وضعیت او نښتو د عامو خلکو پر ژوند ناوړه اغېز کړی او دوی له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، تېره شپه د پاک افغان پولې په سیمه کې عامو خلکو ته د پام وړ زیانونه اوښتي دي د سیمې اوسېدونکي همداراز وايي، چې انګور اډه د ژوند له بنسټیزو اسانتیاوو هم بې‌برخې ده. دوی غوښتنه کوي، چې د نښتو له امله د عامو خلکو د زیانونو مخنیوي، د هغوی د امنیت ټینګښت او د بنسټیزو اسانتیاوو برابرولو ته لومړیتوب ورکړل شي۔ تفصيل د ظفر وزير نه