پېښور کې د سکول د ودانۍ تر نړېدو وروسته، په بېلابېلو ضلعو کې د سرکاري سکولونو د ودانیو پلټنې روانې دي. په هنګو کې هم د ګڼو ښوونځیو ودانۍ د نړېدو له خطر سره مخ دي. د هنګو ښار په دولتي های سکول کې شاوخوا ۱۲۰۰ زده کوونکي زده کړې کوي، خو د ودانۍ د زړو چتونو او خراب حالت له امله له ستونزو سره مخ دي. د ټل په ګورنمنټ ګرلز های سکول کې هم د دوو خونو پرته د ودانۍ پاتې برخه خراب حالت لري، په داسې حال کې چې د ټل په سرکاري پرائمري سکول نمبر درې کې څلور خونې د کارولو وړ نه دي، د مصطفي خان ويډیويي راپور