د خیبر ضلعې په شاکس سیمه کې د فاټا لویې جرګې تر سیوري لاندې یوه غونډه شوې، چې پکې قبایلي مشرانو د فاټا انضمام، بېروزګارۍ، د سرحدي لارو تړل کېدو او د قبایلي سیمو د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې دي. د جرګې ګډونوالو له حکومته غوښتنه کړې چې د پخوانیو قبایلي سیمو انضمام بېرته واخلي، په ستره محکمه کې د دې موضوع په اړه تر غور لاندې قضیه ژر واورېدل شي او د پاکستان او افغانستان ترمنځ لارې پرانیستل شي. د جرګې مشرانو ویلي، دوی د جګړې پر ځای د سولې پلویان دي او چمتو دي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د شخړو په هواري کې د منځګړیتوب رول ولوبوي.
ويډیو: عامر داوړ


شال نیوز