ملاکنډ (شال نیوز) : د ملاکنډ ضلعې د درګۍ تحصیل په ګړۍ عثمان خېلو سیمه کې د زین په نوم د یوه ځوان مړی موندل شوی، چې د ډزو له امله وژل شوی دی. د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، وژل شوی ځوان د درګۍ د جبې سیمې اوسېدونکی و.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ طبي ډله د پېښې له خبرېدو وروسته سیمې ته رسېدلې او د ځوان مړی یې د درګۍ تحصیل هېډکوارټر روغتون ته لېږدولی دی. د ملاکنډ لېویز ځواکونه هم د پېښې ځای ته رسېدلي او پلټنې یې پیل کړې دي. تر اوسه د وژنې لامل او په پېښه کې د ککړو کسانو په اړه معلومات نه دي څرګند شوي.