کابل (شال نیوز) : د طالبانو د حکومت د وزارتونو ترمنځ د پانګونې کمېټې د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د درې پوړیز تجارتي مارکېټ د جوړولو طرحه د تایید وړ بللې ده. د کمېټې د معلوماتو له مخې، دا طرحه د نومبر په درېیمه په مرمرین ماڼۍ کې یوې غونډې ته وړاندې شوې وه.
ټاکل شوې چې خصوصي سکتور دغه مارکېټ د شبرغان ښاروالۍ پر ځمکه جوړ کړي، خو د جوړولو لګښت او د کار د پیل نېټه یې نه ده څرګنده شوې. په غونډه کې د خصوصي سکتور له خوا د ساري ناروغیو د معاینې او تشخیص لپاره د لابراتوارونو د جوړولو طرحه هم وړاندې شوې ده.
کمېټې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ته دنده سپارلې چې دا طرحه له ټولو اړخونو وارزوي او خپل راپور ورسره شریک کړي. تر اوسه نه ده څرګنده چې دغه لابراتوارونه به په کومو ولایتونو کې جوړېږي او څومره لګښت به پرې راځي.


شال نیوز