واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان د برمل تحصیل په کرمزي سټاف سیمه کې د عرفان په نوم یو تن له خپل کوره د تښتول کېدو راپور ورکړل شوی دی. ځايي سرچینو شال نیوز ته ویلي چې عرفان په مسلک ټېکه دار دی او نامعلومو موټرسایکل سپرو له کوره له ځان سره بیولی دی.

 

د سرچینو په وینا، وسله والو نوموړی د لنډې وړې له سړکه د پتنۍ سړک پر لور وړی دی. تر اوسه د عرفان د تښتولو لامل نه دی څرګند شوی او نه هم کومې ډلې یا کس د هغه د تښتولو مسوولیت منلی دی.

 

ځايي اوسېدونکي وايي چې په برمل تحصیل کې د خلکو د تښتولو پېښو اندېښمن کړي او اوس په خپلو کورونو کې هم د خوندیتوب احساس نه کوي.

 

د سیمې خلکو له ضلعي انتظامیې او پولیسو غوښتنه کړې چې د عرفان د موندلو او خوندي راخوشې کولو لپاره سمدستي ګامونه واخلي او د خلکو د امنیت لپاره عملي اقدامات وکړي. تر اوسه پولیسو او ضلعي انتظامیې د دې پېښې په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.