مکین (شال نیوز) : د بر سویلي وزیرستان او شمالي وزیرستان ضلعي انتظامیو د محسودو او وزیر قومونو ترمنځ د ځمکې د حدودو د پخوانۍ شخړې د هواري لپاره د دسمبر تر ۲۱مې نېټې پورې موده ټاکلې ده.
دا پرېکړه د دواړو ضلعو د انتظامي چارواکو په ګډه غونډه کې شوې ده. د پرېکړې له مخې، تر ټاکلې نېټې پورې به په لانجمنه سیمه کې نوې ودانۍ نه جوړېږي، پر ځمکه به نوي قبضې نه کېږي او د دواړو قومونو له خوا به ډزې او نور وسله وال اقدامات نه کېږي.
چارواکو ویلي چې د دې پرېکړې سرغړوونکو پر ضد به اړونده ضلعي انتظامیه او پولیس قانوني ګامونه اخلي. په غونډه کې د دواړو ضلعو اسسټنټ کمشنرانو، تحصیلدارانو، نائب تحصیلدارانو او د پولیسو چارواکو ګډون کړی و.
د غونډې ګډونوالو موافقه کړې چې د محسودو او وزیر قومونو ترمنځ به د ځمکې د حدودو شخړه د خبرو اترو او خپلمنځي سلا مشورو له لارې هواروي. دواړو ضلعي انتظامیو ویلي چې هڅه کوي دا پخوانۍ شخړه په سوله ییزه توګه هواره او په سیمه کې امن وساتل شي.
د غونډې د پرېکړې له مخې، دواړو لورو ته د ۲۰۲۶ کال د دسمبر تر ۲۱مې نېټې پورې وخت ورکړل شوی چې د شخړې د هواري لپاره یوې موافقې ته ورسېږي.


شال نیوز