واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان د واڼې سیمې په کریکوټ کې یوې ځايي امن کمېټې له وسله والو کسانو نیول شوي موټرسایکلونه سوځولي دي.

 

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، د ملک جمیل په مشرۍ د کریکوټ امن کمېټې دغه موټرسایکلونه له وسله والو کسانو نیولي وو، چې وروسته یې اور ورته واچاوه.

 

تر اوسه دا نه ده څرګنده چې امن کمېټې څو موټرسایکلونه نیولي وو، له کومو وسله والو کسانو یې ترلاسه کړي او د سوځولو پرېکړه یې ولې کړې ده. د پېښې په اړه د پولیسو او ضلعي انتظامیې دریځ هم لا نه دی ترلاسه شوی.