پېښور (شال نیوز) : په پېښور کې د پښتورګو او ادراري ناروغیو د تشخیص او جراحۍ په اړه درې ورځنی نړیوال کنفرانس پای ته رسېدلی چې پکې له ۱۷۰۰ څخه زیاتو ډاکټرانو، متخصصانو او د طب د برخې استازو ګډون کړی و.
د پاکستان د یورولوجۍ د جراحانو اتحادیې له خوا په جوړ شوي دغه کنفرانس کې ۵۰ نړیوالو متخصصانو او ویناوالو هم برخه اخستې وه.
د کنفرانس په درېیو ورځو کې ۱۴ علمي غونډې او لس روزنیز ورکشاپونه ترسره شول چې پکې د پښتورګو، مثانې او ادراري سیستم د ناروغیو د تشخیص، علاج او جراحۍ پر نویو طریقو خبرې وشوې. ګډونوالو د طبي څېړنو، پرمختللو جراحي طریقو او د ډاکټرانو د مسلکي روزنې پر اهمیت ټینګار وکړ.
ویناوالو وویل، د طبي علومو له نویو پرمختګونو سره د ډاکټرانو بلدتیا او پرلهپسې مسلکي روزنه د ناروغانو د ښه علاج او د جراحي خدمتونو د معیار لوړولو لپاره ضروري ده.
په کنفرانس کې د علمي غونډو او عملي روزنې له لارې د متخصصانو ترمنځ د تجربو او نویو طبي معلوماتو د شریکولو زمینه هم برابره شوې وه.


شال نیوز