اسلاماباد (شال نیوز) : د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان په کور کې د تحریک انصاف او تحریک تحفظ آیین پاکستان مشرانو د خپلمنځي اختلافاتو د هواري، د ګډې سیاسي تګلارې د جوړولو او د څو ګوندي غونډې د رابللو په اړه خبرې کړې دي.
د نومبر پر څلورمه په اسلاماباد کې په دې غونډه کې د قومي اسمبلۍ د مخالفو ګوندونو مشر محمود خان اڅکزي، په سنا کې د مخالفو ګوندونو مشر علامه راجا ناصر عباس، د تحریک انصاف مشرانو اسد قیصر، سلمان اکرم راجا، عامر ډوګر او سناتور نورالحق قادري ګډون کړی و.
په غونډه کې د هېواد پر روان سیاسي وضعیت، د خېبر پښتونخوا پر ګورنر راج، د پخوانیو قبایلي سیمو پر حقونو او د بلوچستان د ګوادر بندر د واک په اړه هم خبرې شوې دي.
د غونډې له پای ته رسېدو وروسته محمود خان اڅکزي خبریالانو ته وویل چې د دوی د لیدنې موخه د مخالفو ګوندونو ترمنځ د اختلافاتو کمول او په پارلمان کې د ګډ دریځ خپلول دي.
نوموړي وویل چې د مخالفو ګوندونو ترمنځ د همکارۍ د زیاتولو لپاره به کمېټې جوړې شي او د یوې څو ګوندي غونډې د رابللو په اړه به نورې مشورې هم وشي.
د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان وویل چې مخالف ګوندونه باید د هېواد د سیاسي ستونزو د حل او د خلکو د حقونو د خوندي کولو لپاره په ګډه کار وکړي.
هغه د پخوانیو قبایلي سیمو له خېبر پښتونخوا سره د یوځای کېدو موضوع هم یاده کړه او ویې ویل چې ګوند یې په ۲۰۱۸ کال کې د دغو سیمو د ورګډولو مخالفت کړی و.
فضل الرحمان د قبایلي سیمو د سرچینو، پرمختیايي چارو او د خلکو د حقونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې او ویې ویل چې د دغو سیمو د اوسېدونکو ستونزو ته باید پام وشي.
نوموړي د بلوچستان د ګوادر بندر، ساحلي سیمو او د سند د ټاپوګانو د واک په اړه هم د وفاقي حکومت پر تګلارو نیوکې وکړې. په سنا کې د مخالفو ګوندونو مشر علامه راجا ناصر عباس په خېبر پښتونخوا کې د ګورنر راج له نافذېدو سره مخالفت څرګند کړ او دا پرېکړه یې غیرقانوني وبلله.
خو وفاقي حکومت د خېبر پښتونخوا امنیتي وضعیت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د صوبايي حکومت نه همکاري د بېړني حالت او ګورنر راج د نافذېدو له لاملونو بللي دي.
په غونډه کې د مخالفو ګوندونو مشرانو د پارلمان دننه او بهر د ګډو سیاسي فعالیتونو پر اړتیا هم خبرې وکړې. ګډونوالو د خپلمنځي اختلافاتو د هواري لپاره د کمېټو پر جوړولو او د راتلونکې څو ګوندي غونډې د چمتووالي لپاره د مشورو پر دوام ټینګار وکړ.
د څو ګوندي غونډې د ترسره کېدو کره نېټه لا نه ده اعلان شوې. دا غونډه په داسې وخت کې شوې چې په خېبر پښتونخوا کې د ګورنر راج، د صوبو د واکونو او د وفاقي حکومت د پرېکړو پر سر د حکومت او مخالفو ګوندونو ترمنځ سیاسي اختلافات دوام لري.


شال نیوز