اسلاماباد (شال نیوز) : د پاکستان وفاقي کابینې په خېبر پښتونخوا کې د بېړني حالت پر مهال د صوبې د ورځنیو انتظامي چارو د پرمخ وړلو لپاره د وزیراعلی د واکونو ګورنر فیصل کریم کونډي ته د سپارلو منظوري ورکړې ده.
د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د چهارشنبې په ورځ د وفاقي کابینې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې ګورنر به د بېړني حالت تر دوام پورې هغه واکونه کاروي چې مخکې اعلا وزیر ته سپارل شوي وو.
د وزیراعظم د دفتر د اعلامیې له مخې، د دې پرېکړې موخه د صوبې د انتظامي چارو اسانه کول، د حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ زیاتول او د حکومتي چارو ښه پرمخ وړل دي. اعلامیه وايي، د خېبر پښتونخوا ګورنر به د دغو واکونو د کارولو په اړه هره میاشت وفاقي حکومت ته د ارزونې راپور وړاندې کوي.
وفاقي کابینې د دې پرېکړې هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې د ګورنر فیصل کریم کنډي په مشرۍ د خېبر پښتونخوا مشورتي شورا به د صوبې د خلکو د هوساینې، پرمختګ او د امنيت د ټینګښت لپاره هڅې وکړي.
په خېبر پښتونخوا کې بېړنی حالت
د پاکستان وفاقي حکومت د اکتوبر په ۱۱مه د اساسي قانون د ۲۳۲مې او ۲۳۴مې مادې له مخې په خېبر پښتونخوا کې بېړنی حالت او د ګورنر واکمني نافذه کړې وه.
د ولسمشر اصف علي زرداري له منظورۍ وروسته د صوبايي حکومت انتظامي واکونه ګورنر ته وسپارل شول او د وزیراعلی، صوبايي وزیرانو، مشاورانو او ځانګړو مرستیالانو دندې پای ته ورسېدې.
وفاقي حکومت هغه مهال د دې پرېکړې دلیل په صوبه کې د وسله والو بریدونو زیاتوالی او د امنيت د وضعیت خرابېدل بللي وو.
د قانون وفاقي وزیر اعظم نذیر تارړ ویلي وو چې د صوبې د امنیتي او انتظامي وضعیت په اړه د اړوندو ادارو راپورونه ارزول شوي او حکومت د اساسي قانون له مخې د مداخلې پرېکړه کړې ده.
خو تحریک انصاف د ګورنر واکمني رد کړې او دا یې د صوبې د خلکو د انتخابي واک او صوبايي خپلواکۍ خلاف ګام بللی دی. ګوند ویلي وو چې دا پرېکړه به په عدالتونو او نورو قانوني فورمونو کې وننګوي.
د ګورنر مشورتي شورا
د بېړني حالت له اعلان سره وفاقي حکومت د ګورنر د مرستې لپاره ۱۱ کسیزه مشورتي شورا هم جوړه کړې وه. د دې شورا غړو ته د مالیې، کورنیو چارو، تعلیم، صحت، کانونو او معدني وسایلو، صنعت او تجارت، مواصلاتو، انرژۍ، اطلاعاتو او نورو څانګو د څارنې چارې سپارل شوې دي.
د حکومتي اعلان له مخې، طارق محمود پاشا د مالیې، ډاکټر امیر عبدالله د تعلیم، متقاعدې لیفټیننټ جنرال نګار جوهر د صحت، ډاکټر سرفراز علي شاه د کانونو او معدني وسایلو او ثمر هارون بلور د اطلاعاتو چارې پرمخ وړي.
د دې شورا د جوړېدو موخه د ګورنر په مشرۍ د صوبايي ادارو د ورځنیو چارو پرمخ وړل او د حکومتي خدماتو دوام ښودل شوی دی.
د نومبر څلورمې پرېکړه څه معنا لري؟
د وفاقي کابینې نوې پرېکړه د اکتوبر په ۱۱مه د نافذ شوي بېړني حالت په دوام کې شوې ده. که څه هم د بېړني حالت له اعلان سره د صوبايي حکومت واکونه ګورنر ته سپارل شوي وو، خو وفاقي کابینې اوس د وزیراعلی د هغو واکونو د کارولو ځانګړې منظوري ورکړې چې د صوبې له ورځنیو انتظامي چارو سره تړاو لري.
د نومبر څلورمې په خپره شوې اعلامیه کې د دغو واکونو بشپړ تفصیل نه دی ورکړل شوی. دا هم نه دي روښانه شوي چې ګورنر به د مالي منظوریو، مهمو حکومتي مقرریو او تبادلو او پرمختيايي پروژو په اړه تر کومې کچې خپلواک واک لري.
په اعلامیه کې یوازې دا څرګنده شوې چې ګورنر به د سپارل شویو واکونو د کارولو په اړه هره میاشت وفاقي حکومت ته راپور ورکوي. د وفاقي کابینې دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې په خېبر پښتونخوا کې د ګورنر واکمني له نافذېدو وروسته د صوبايي حکومت د واکونو، انتظامي جوړښت او د وفاقي حکومت د مداخلې په اړه سیاسي او قانوني بحثونه روان دي.


شال نیوز