پیښور (شال نیوز) : د ګلګت بلتستان په سکردو کې د مېړه، مېرمنې او د هغوی د دوو ماشومانو د وژنې په قضیه کې پولیسو د خېبر پښتونخوا له کرمې ضلعې څخه دوه شکمن کسان نیولي دي.

 

د پولیسو د سرچینو په وینا، په نیول شویو کسانو کې د رجب علي په نوم هغه کس هم شامل دی چې د دې قضیې اصلي شکمن بلل کېږي. سرچینې وايي، رجب علي د وژل شوې ښځې تره دی.

 

د پولیسو سرچینو ویلي چې د ګلګت بلتستان د پولیسو یوه ډله د دې قضیې د پلټنو او د شکمنو کسانو د نیولو لپاره کرمې ته ورغلې وه او د ځایي پولیسو په مرسته یې دواړه کسان نیولي دي.

 

نیول شوي کسان د کوزې کرمې د سدې په ځایي عدالت کې وړاندې شوي او له هغه وروسته د سدې زندان ته لېږدول شوي دي. د پولیسو چارواکي وايي، د څلورو کسانو د وژنې د پېښې د علت او نورو اړخونو په اړه پلټنې روانې دي.

 

تر اوسه د وژنې انګېزه نه ده څرګنده شوې او پر نیول شویو کسانو لګېدلي تورونه هم په عدالت کې نه دي ثابت شوي.