نوښار (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د نوښار ضلعې په پبي سیمه کې د وزیرګړۍ له کاناله د یوې ځوانې ښځې مړی موندل شوی، چې پولیس یې د وژنې په شک پلټنې کوي.

 

د پولیسو په وینا، د ښځې عمر د ۲۲ او ۲۶ کلونو ترمنځ اټکل شوی دی. هغې سرې جامې اغوستې وې او لاسونه یې په نکریزو سره وو.

 

پولیس وايي، لومړنۍ پلټنې ښيي چې ښځه په بل ځای کې وژل شوې او وروسته یې مړی کانال ته غورځول شوی دی. خو د وژنې څرنګوالی او لامل لا نه دی معلوم. د ریسکیو ۱۱۲۲ کارکوونکو مړی د پبي میا راشد میموریل روغتون ته لېږدولی دی.

 

د روغتون د سرچینو په وینا، د ښځې پر بدن د ډزو یا بل څرګند ټپ نښې نه دي موندل شوې. روغتیايي سرچینې وايي، دا احتمال هم شته چې ښځه د ساه بندولو له لارې وژل شوې وي، خو د مرګ اصلي لامل به د عدلي طب د تفصیلي راپور له ترلاسه کېدو وروسته معلوم شي.

 

پولیسو ویلي، د ښځې د پېژندګلوۍ لپاره د نادرا ډلې د هغې د ګوتو نښې اخستې دي. د ډي اېن اې معاینې لپاره د بدن او معدې نمونې هم اخستل شوې او لابراتوار ته لېږل شوې دي.

 

د پولیسو په وینا، د مړي تر طبي معاینې وروسته، د عدالت په حکم، دغه ناپېژندل شوې ښځه په سرکاري هدیره کې خاورو ته سپارل شوې ده. د پبي پولیسو په تاڼه کې د نامعلومو کسانو پر ضد د وژنې مقدمه درج شوې او پلټنې روانې دي.

 

د سیمې د خبریال د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو میاشتو کې په پبي کې د ښځو د وژنې پنځه پېښې راپور شوې دي، چې ځینې یې د ناموس په نوم له وژنو سره تړل شوې دي. د دغو پېښو په اړه تر اوسه د پولیسو د پلټنو د پرمختګ جزییات نه دي څرګند شوي.

 

د وروستۍ پېښې د قربانۍ شوې ښځې هویت، د وژنې انګېزه او په پېښه کې د ښکېلو کسانو په اړه هم پولیسو تر اوسه نور معلومات نه دي خپاره کړي.