کابل (شال نیوز) : د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د افغانستان لپاره د ناروې له نوي ټاکل شوي سرپرست سفیر سیګوالډ ټومن هوګې سره کتلي او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.
د طالبانو تر واک لاندې الاماره خبري اژانس د راپور له مخې، امیرخان متقي په دې کتنه کې د ناروې نوي سرپرست سفیر ته د دندې د پیل مبارکي ورکړې او ډاډ یې ورکړی چې د بهرنیو چارو وزارت به ورسره همکاري کوي.
په کتنه کې د افغانستان او ناروې پر تاریخي اړیکو، دوه اړخیزو همکاریو او د ګډې علاقې پر یو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې شوې دي.
د راپور له مخې، د ناروې سرپرست سفیر د افغانانو د مېلمه پالنې او همکاریو مننه کړې او د امنیت، له نشه يي توکو سره د مبارزې او اقتصادي ثبات په برخو کې یې د طالبانو د حکومت د پرمختګونو ستاینه کړې ده.
په راپور کې نه دي ویل شوي چې دواړو لوریو د همکاریو د پراختیا لپاره کومه نوې موافقه کړې او که نه. ناروې له هغو یورپي هېوادونو څخه دی چې له طالبانو سره د بشري مرستو او سیاسي اړیکو په تړاو تماسونه لري، خو د طالبانو حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی.


شال نیوز