مردان (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په مردان کې د پولیسو انسپکټر ګلزار خان ورک شوی او پولیسو یې د موندلو لپاره پلټنې پیل کړې دي.

 

د پولیسو سرچینو شال نیوز ته ویلي چې د نومبر په څلورمه، د چهارشنبې په ماسپښین، د ګړۍ کپورې پولیسو د ګلزار خان موټر پر رنګ روډ تش موندلی دی. د سرچینو په وینا، ګلزار خان تر دې وړاندې د لنډمهالي ډي اېس پي په توګه هم دنده ترسره کړې وه.

 

سرچینې وايي، د نوموړي موبایل ټیلیفون بند دی او پولیسو یې د وروستیو اړیکو معلومات ترلاسه کړي دي. د پولیسو د سرچینو په وینا، د ګلزار خان د ورکېدو په تړاو تر اوسه مقدمه نه ده درج شوې، خو د پولیسو بېلابېلې ډلې یې په لټون بوختې دي.

 

تر اوسه دا نه ده څرګنده چې نوموړی په کومو حالاتو کې ورک شوی دی.