غزني (شال نیوز) : د غزني په ولایت کې د طالبانو د دفاع وزارت د یوه پوځي موټر او یوه سپرلۍ موټر د ټکر له امله ۸ کسان مړه شوي دي. د طالبانو په کنټرول کې د غزني د امنیه قومندانۍ ویاند، ابوخالد سرحدي په یوه غږیز پیغام کې د دې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې پېښه نن د روضې کوتل په سیمه کې رامنځته شوې ده.

 

د نوموړي په وینا، په دې ترافیکي پېښه کې د درېیو نارینه‌وو، یوې ښځې او څلورو ماشومانو په ګډون ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. سرحدي د پېښې د څرنګوالي او د رامنځته کېدو د اصلي لامل په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي او دا یې هم نه دي روښانه کړي چې په پېښه کې څوک ټپیان شوي که نه.

 

په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې د ترافیکي پېښو له امله د مرګ‌ژوبلې پېښې دوام لري. د خرابو سړکونو او لارو، د موټر چلوونکو بې‌احتیاطۍ، د ترافیکي قوانینو نه مراعاتولو، د موټرو تخنیکي ستونزو او چټک تګ له هغو عواملو څخه ګڼل کېږي چې د خونړیو ترافیکي پېښو لامل کېږي.

 

دغه ډول پېښې هر کال د ښځو او ماشومانو په ګډون د ګڼو افغانانو ژوند اخلي او د کورنیو لپاره درانه بشري او اقتصادي زیانونه رامنځته کوي.