واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا په جورجیا ایالت کې د ډیموکرات ګوند نوماندې کیشا لانس باټمز د ګورنرۍ ټاکنې ګټلې او د امریکا په تاریخ کې لومړنۍ تورپوستې ښځه شوې چې د یوه ایالت د ګورنرۍ ټاکنې ګټي.

 

سي بي اېس نیوز د نومبر په درېیمه د ټاکنو د پایلو پر بنسټ د باټمز بریا اعلان کړه. هغې خپل جمهوري غوښتونکی سیال ریک جکسن مات کړی دی

 

۵۶ کلنه باټمز له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۲ کال پورې د جورجیا د مرکز اټلانټا ښارواله وه او وروسته یې د پخواني ولسمشر جو بایډن په حکومت کې د سپینې ماڼۍ د لوړپوړې سلاکارې په توګه کار کړی دی.

 

د هغې په بریا سره ډیموکرات ګوند له ۲۰۰۳ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره د جورجیا د ګورنرۍ واک ترلاسه کوي. دغه ایالت له تېرو ۲۴ کلونو راهیسې د جمهوري غوښتونکو تر واک لاندې و.

 

د امریکا منځمهاله ټاکنې؛ ډیموکراتانو د کانګرس په دواړو جرګو کې مهمې بریاوې ترلاسه کړې
د امریکا منځمهاله ټاکنې؛ ډیموکراتانو د کانګرس په دواړو جرګو کې مهمې بریاوې ترلاسه کړې

 

باټمز به د جمهوري غوښتونکي براین کېمپ ځای ونیسي، چې د ګورنرۍ دوه پرله‌پسې دورې یې بشپړې کړې دي. د ټاکنیز کمپاین پر مهال باټمز د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، د کورنیو د اقتصادي ستونزو د کمولو، د ښوونې او روزنې د ملاتړ او د رایې ورکولو د حقونو د خوندي کولو ژمنې کړې وې.

 

د هغې سیال ریک جکسن بیا د مالیاتو د کمولو، د کاروبارونو د ملاتړ او د حکومتي لګښتونو د راکمولو پر ژمنو خپل کمپاین کړی و.

 

جورجیا د امریکا له هغو ایالتونو څخه دی چې په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو ترمنځ پکې سخته سیالي کېږي. دغه ایالت د ۲۰۲۰ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې جو بایډن او د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ ته رایې ورکړې وې.