کابل (شال نیوز) : د افغانستان د طالبانو د حکومت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، د کابل په سروبي ولسوالۍ کې یې له قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځايي خلکو سره د شریعت د پلي کېدو، خپلمنځي همغږۍ او د خلکو د ستونزو په اړه غونډه کړې ده.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، غونډه د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ د رئیس مولوي محمد آجان رهبر په مشرۍ جوړه شوې وه، چې پکې د ولسوالۍ قومي مخورو او ځايي استازو ګډون کړی و.
مولوي محمد آجان رهبر غونډې ته په وینا کې له خلکو وغوښتل چې د طالبانو له حکومت سره همکاري وکړي او خپلمنځي اختلافات او دښمنۍ پای ته ورسوي.
نوموړي ومنله چې افغانستان له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، خو ویې ویل چې د طالبانو د حکومت چارواکي د هېواد د ابادۍ او د خلکو د ستونزو د هوارولو لپاره هڅې کوي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د سروبي ولسوالۍ ځینو قومي مشرانو او دیني عالمانو د ځايي طالب چارواکو له چلند څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د خلکو غوښتنو ته رسېدنه کوي.
خو د غونډې ګډونوالو د سړکونو، روغتیايي مرکزونو او ښوونې او روزنې په برخو کې د موجودو ستونزو یادونه هم کړې او له چارواکو یې د حل غوښتنه کړې ده. په غونډه کې د جرګو مدیر مولوي عزیز احمد اخندزاده د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده د فرمانونو په اړه خبرې کړې دي.
هغه ویلي چې په افغاني ټولنه کې ځینو دودونو پر کورنیو اقتصادي فشارونه زیات کړي او یو شمېر ځوانان یې اړ کړي چې د کار او پیسو ګټلو لپاره نورو هېوادونو ته په خطرناکو لارو سفر وکړي.
نوموړي له قومي مشرانو او خلکو غوښتي چې د هغو دودونو د مخنیوي لپاره ګډ کار وکړي چې د ده په وینا، کورنیو او ځوانانو ته ستونزې جوړوي.
د طالبانو د حکومت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت نه دي ویلي چې د سروبي ولسوالۍ د خلکو د سړکونو، روغتیايي خدمتونو او ښوونې او روزنې اړوند غوښتنو ته به کله او څنګه رسېدنه کېږي.
د غونډې په اړه معلومات د طالبانو د حکومت د یاد وزارت له خبرپاڼې اخیستل شوي او د ځايي خلکو خپلواک نظر پکې نه دی څرګند شوی.


شال نیوز