پېښور (شال نیوز) : خیبر پښتونخوا کې ۲۹۱ هغه ښوونکي چې له تېرو شاوخوا ۴۰ کلونو راهیسې یې د افغان کډوالو په کمپونو کې ماشومانو ته زده‌کړې ورکولې، وايي د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سي ار) له دندو ګوښه کړي، خو د کار د مودې اړوند مالي حقونه یې نه دي ورکړي.

 

د دغو ښوونکو استازو طفیل احمد او فرحانه دراني د نومبر په ۴مه په پېښور پرېس کلب کې خبري غونډې ته وویل، د دوی دندې تېره میاشت د ټیلیفوني اړیکو له لارې پای ته ورسول شوې او له دې پرېکړې مخکې ورسره د راتلونکي کاري وضعیت په اړه خبرې نه دي شوې.

 

د دوی په وینا، له دندو تر ګوښه کېدو وروسته د کلونو خدمت بدل کې د تقاعد او نورو مالي امتیازاتو د ورکړې غوښتنه کوي، خو له ادارې څخه یې تر اوسه روښانه ځواب نه دی ترلاسه کړی.

 

طفیل احمد وايي، د دغو ښوونکو ډېری یې له اوږدې مودې راهیسې د افغان ماشومانو په زده‌کړو کې بوخت وو او اوس د کار له لاسه ورکولو له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

 

نوموړي وویل، د خپلو غوښتنو د منلو لپاره یې د یو این ایچ سي ار د پېښور دفتر مخې ته درې ورځې کېږي احتجاجي کېمپ جوړ کړی، خو د دوی په خبره، د ادارې له استازو سره د خبرو اترو زمینه نه ده برابره شوې.

 

فرحانه دراني وویل، د ښوونکو له ډلې نارینه او ښځې دواړه بې‌دندې شوي او ځینې یې د کورنیو د لګښتونو د برابرولو توان هم نه لري. هغې له حکومته وغوښتل چې د دې موضوع څېړنه وکړي او د ښوونکو د مالي حقونو په ترلاسه کولو کې مرسته ورسره وکړي.

 

هغې همداراز ادعا وکړه چې د ښوونکو د معاشونو او نورو امتیازاتو په ورکړه کې د هغوی له کاري تړونونو سره سم چلند نه دی شوی. د ښوونکو استازو له د خیبر پښتونخوا له ګورنر فیصل کریم کنډي او مرکزي حکومت څخه وغوښتل چې د دوی ستونزه وڅېړي او د پاتې مالي حقونو د ورکړې لپاره د یو این ایچ سي ار له ادارې سره خبرې وکړي.

 

دغو ښوونکو ویلي، تر هغه به خپل احتجاج ته دوام ورکړي چې غوښتنې یې نه وي منل شوې. یو این ایچ سي  تر اوسه د دغو ښوونکو د دندو د ختمولو اد مالي امتیازاتو د نه ورکړې په اړه خپل دریځ نه دی څرګند کړی.