مینګوره (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا په سوات کې پولیس وايي، د مینګورې ښار په یوه نښته کې په شلو بېلابېلو قضیو کې مطلوب او اشتهاري مجرم جان فیروز، چې په «تیری نام» مشهور و، وژل شوی دی.
د سوات د پولیسو ویاند په وینا، د مینګورې پولیسو د جان فیروز د نیولو لپاره عملیات کړي وو، چې پر مهال یې نوموړي پر پولیسو ډزې وکړې. پولیس وايي، د دوی په ځوابي ډزو کې جان فیروز لومړی ټپي او وروسته وژل شوی دی.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، وژل شوی کس د نشي توکو د پلور، غلاوو، ډاکو او هوايي ډزو په ګډون په ۲۰ بېلابېلو قضیو کې مطلوب و. پولیسو زیاته کړې چې جان فیروز د سوات د فضاء ګټ سیمې اوسېدونکی و.


عصمت علي اخون