کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان اعلا وزیر میر سرفراز بګټي په مشرۍ د «هارډننګ آف دی سټېټ» (د دولت د واکمنۍ پیاوړتیا) کانفرنس ۲۹مه غونډه شوې، چې پکې په دغه صوبې کې د تلپاتې امن، د قانون د واکمنۍ او د ریاستي عملدارۍ د ټینګښت پر ژمنې ټینګار شوی دی.
په غونډه کې د وفاقي او صوبايي ادارو، اړوندو محکمو او امنیتي ځواکونو استازو ګډون کړی و. د غونډې پر مهال د بلوچستان پر ټولیز امنیتي وضعیت، پرمختیايي پروژو او د امن او امان د ټینګښت لپاره پر روانو اقداماتو خبرې شوې دي.
ګډونوالو د قاچاق، نشي توکو، د کوکنارو د ناقانونه کرکېلې او نورو غیرقانوني فعالیتونو پر ضد د عملیاتو د لا چټکولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د غونډې ګډونوالو د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د «بي ایریاز» په «اې ایریاز» بدلولو له بهیره هم رضایت څرګند کړی او ژمنه یې کړې چې دا بهیر به د ایالت په ټولو ډویژنونو کې په اغېزمن ډول مخته وړي.
په غونډه کې په کوټه او د بلوچستان په نورو مهمو ښارونو کې د «سېف سټي» پروژو د بشپړولو لپاره د بودیجې او اړینو سرچینو د برابرولو لارښوونې هم شوې دي.
د غونډې په پای کې ګډونوالو یو ځل بیا ټینګار کړی چې په بلوچستان کې د تلپاتې امن، د قانون د واکمنۍ او د ریاستي عملدارۍ د ټینګښت لپاره به خپلې ګډې هڅې روانې ساتي.


نعيم اچکزئي