کالام : د خیبر پښتونخوا د سوات په کالام سیمه کې د مهوډنډ د هغې پېښې څلور میاشتې وروسته، چې د یوې کورنۍ اووه غړي پکې مړه شوي وو، د ورکې شوې نجلۍ مړی هم موندل شوی دی.

 

د ځايي سرچینو په وینا، د پېښې له رامنځته کېدو راهیسې د یادې نجلۍ لټون روان و، چې بالاخره څلور میاشتې وروسته یې مړی وموندل شو. په دغه پېښه کې د یوې کورنۍ اووه غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی و، چې له امله یې په سیمه کې د غم او خواشینۍ څپه خپره شوې وه.

 

په سیمه کې د سیاحت پر مهال د دا ډول پېښو تکرار د ځايي اوسېدونکو او سیلانیانو ترمنځ د اندېښنو د زیاتېدو لامل شوی دی.

 

د سیاحت لپاره مشهوره دا سیمه هر کال د هېواد له بېلابېلو برخو ګڼ سیلانیان ورجذبوي، خو د کښتیو د خوندیتوب، د اړینو اسانتیاوو او د پېښو د مخنیوي لپاره د اغېزمنو تدابیرو نشتوالی د پوښتنو وړ بلل کېږي.